فاریاب کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو د فاریاب ولایت قرغان ولسوالۍ په دايي باغ کلي کې د ۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو لومړنی ښوونځی جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، دغه ښوونځي ۸ درسي خونې، ۵ تشنابه او یوه څاه لري. یاد ښوونځي کې به ۱۰۰۰ نجونې او هلکان زده کړې وکړي.
Leave a Reply