فراه کې د طالبانو د وسلو یوه زېرمه کشف شوې

فراه کې د طالبانو د وسلو یوه زېرمه کشف شوې

ملي امنیتي ځواکونو د فراه د خاک‌سفید ولسوالي په ننګ اباد کلي کې د یو لړ ځانګړیو عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو دنشه‌یې توکیو او وسلو یوه زېرمه کشف او ضبط کړه.

 

د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې له یادې زېرمې څخه ۴۰۰ کیلو ګرامه نشه‌یې توکي، جنګي او نظامي وسایل، چاودېدونکي توکي، او څلور کړۍ د وسایطو ضد ماینونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 

د یاد وزارت په خبره وسله والو طالبانو له یادې زیرمې څخه د نشه‌یې توکیو د قاچاق او په فراه کې د ترهګریزو پيښو د ترسره کولو له پاره کار اخیست

Leave a Reply

Your email address will not be published.