فراه کې د طالبانو مشهور قوماندان وژل شوی دی

فراه کې د طالبانو مشهور قوماندان وژل شوی دی

فراه کې د طالبانو یو مشهور قوماندان تېر مازیګر د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.

 

ملي دفاع وزارت وايي، دغه طالب قوماندان هغه مهال تر هوايي برید لاندې راغی چې له یوې سیمې بلې ته روان و.

 

د دفاع وزارت په خبره، د طالبانو دغه قوماندان سره ۴ نور جنګیالي هم وژل شوي دي.

 

ویل کېږي  دغه قوماندان فراه کې د طالبانو د اخاذۍ مسوول هم و.

 

په دې وروستیو کې د طالبانو پر پټنځایونه او راټولېدنو د افغان ځواکونو هوايي بریدونو زور اخېستی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.