فیض الله کاکړ د ولسمشر د دفتر رییس شو د ولسمشر د حکم په اساس، فیض الله کاکړ د ولسمشر د دفتر رییس ټاکل شوی دی. کاکړ تر دې وړاندې قطر کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده. د ولسمشر د دفتر مخکېنی رییس سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
Leave a Reply