له ازبکستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږد پروژې هوکړه لاسلیک شوه

له ازبکستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږد پروژې هوکړه لاسلیک شوه

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۷ مه نېټه د اسیا پراختیایي بانک د انرژۍ سکټور له ستر متخصص ښاغلي لي ژانګ، سره کتلي  دي.

له مالیې وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د اسیا پراختیایي بانک د انرژۍ سکټور ستر متخصص ښاغلي لي ژانګ، د مالیې وزارت سرپرست ته له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږدولو، بودیجوي او تطبیقي مسایلو په اړه مفصل معلومات ورکړي دي.

همدا راز د اسیا پراختیایي بانک او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کلیو ولټه برېښنا مزي د لېږدولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې مزې د لېږدولو لګښت ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالره دی، چې ۱۱۰ میلیونه امریکایي ډالره یې د اسیا پراختیایي بانک له لوري په وړیا توګه او ۱۰ میلیونه نور د افغانستان حکومت له لوري (د املاکو د استملاک او امنیت ټینګښت) لپاره ورکول کېږي، ټاکل شوي دغه پروژه د دوو کالو په اوږدو کې بشپړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.