له افغانستان څخه د امریکا وتل؛ پر نوي افغانستان بحث

له افغانستان څخه د امریکا وتل؛ پر نوي افغانستان بحث

سریرام چاولي یا | ۲۹ جنوری، ۲۰۱۸
د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې په مخامخ خبرو اترو کې چټک پرمختګ د هند لپاره یوه مهمه موقع ده. لکه څرنګه چې په افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو خبرې اترې روانې دي، هند ویره لري هسې نه خپل هغه نفوذ د جیوپوليټیک لحاظه پدې مهم هېواد کې له لاسه ورکړي چې په تېرو لسیزو کې يې د پایدارې پراختیا او امنیت په برخه کې د مرستو له لارې رامنځ ته کړی و.
اوسنی حساس وخت د دې غوښتنه کوي چې هند په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه خپله سټراتېژي له سره راسمه کړي. لومړی دا چې نوی ډهلی د طالبانو د امارت د بېرته راتلو مخه ونیسي ځکه هغوی هند ضد ترهګریزو فعالیتونو ته زمینه برابروي.
دویم هدف دا دی چې په افغانستان کې د پاکستان پلوي حکومت د جوړېدو مخه ونیسي، ځکه پاکستان غواړي هند د جنوبي آسیا د مشرۍ نه وغورځوي او منځنۍ آسیا ته لاسرسی پیدا کړي.
دا دواړه ګټې د اوس لپاره زیانمنونکې دي ځکه د نوي جوړېدونکي دولت او د هغه د خارجی سیاست میلان مبهم او حتی خطرناک ښکاري.
د دونالډ ټرمپ انزوا غوښتونکی حکومت د ‘غوڅولو او پرېښودلو’ په حال کې دی او غواړی د طالبانو سره د تړون له لارې د خپلو ۱۴۰۰ امریکايي پوځیانو د توجیه مخ ولري. د هند اندېښنه پدې کې ده چې واشنګټن په قطر کې د پردې تر شا او کاملاً په پټه د طالبانو سره خبرې کوي او د طالبانو اړوند يې پر پاکستان تکیه ده. په کابل کې افغان حکومت چې د هند اصلي متحد دی د لوبې څخه لرې ساتل شوی او هیله من دی چې ‘د افغانانو په مشرۍ او مالکیت” د سولې پر پروسه د هند ټینګار به څه کار ورکړي.
له هغه ځایه چې له جګړې ستړی او د کورنیو ستونزو سره مخ ټرمپ په کمزوري حالت کې دی، نو د ده دا معامله ښايي د طالبانو په نفع او د افغان دولت په ضرر وي. د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد د مؤقت حکومت خبرې رد کړی دي. خو اول وي که آخر د طالبانو د جنګ د پرېښودو لپاره د قدرت شریکول اړین دي.
نوی راټوکیدونکی افغانستان به هرومرو ترکیبي وي چې حکومتي چارواکی به يې هم اعتدال خوښوونکي افغان سیاستوال او هم سخت دریځي طالبان وي. سخت دریځي، او د منځلارو افغان مشرانو تر منځ د یووالي نه شتون ستونزه جوړوي. که طالبان حکومت ته راداخل شي یا د هېواد ځینې هغه سیمې کنټرول کړي چې اوس يې تر لاس لاندې دي، دولت به نور هم وپاشل او ووېشل شي. پاکستان به بیا د افغان دولت پر سیاسي دستګاه لاډېر اغېز ولرلای شي او د خپلو ګوډاګیانو پر مټ به د هند پر ضد نظامی ‘سټراټيژیک عمق’ رامنځته کړي.
د هند لپاره د دې سناریو د ختمولو یواځینۍ لاره د سیمې د دولتونو سره په یوه پراخ اېتلاف کې یوځای کېدل دي چې د جګړې څخه راوروسته افغانستان چوکاټ کې منځلاري عناصر راولي. د ازبکستان په تاشکند ښار کې د هند-منځنۍ اسیا لومړی ډیالوګ هم د هند د حکومت یو ځیرمن نوښت دی چې هغه ګاونډي هېوادونه سره راغونډ کړي چې د امریکايي ځواکونو د تللو څخه وروسته په افغانستان کې د جهادیانو د بیا راپورته کېدنې څخه وېره لري.
د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د هند له لوري حمایه شي تر څو له اوربند څخه څارنه وکړي او هغه اعمال کړي، او که چېرې طالبان د سولې تړون له موادو څخه سرغړونه وکړي، لاس واچوي.
.
له هغه ځایه چې چین پر پاکستان مالي او سټراټیژیک کنټرول لري، نوی ډيلی هم باید هڅه وکړی تر څو بیجینګ راضی کړي چې اسلام آباد په افغانستان کې د هند ضد جهادی ګوډاګیانو لکه حقاني شبکې ته ارتقاء ورنکړي. که بیجینګ د هند څخه په کابل کې د اسلام اباد د مخې نیولو په بدل کې وغواړي تر څو د امریکا سره خپل پوځي مشارکت راسست کړي، نوی ډیلی باید دا ډول جدي چنو وهلو ته پرانیستی وي.
د ایران له خوا اوسني سېګنلونه چې دوی پر مشخصو طالب ډلګیو نفوذ لري، هم باید د هند له خوا د یوه فرصت په توګه استفاده شي. د دې په پام کې نیولو سره چې ایران او هند د چابهار په بندر او ورسره زرنجې دلارام لویه لاره کې سترې ګټې سره لري، نوی ډهلی باید پدې هڅه کې وي چې د ایران د دې موقعیت څخه د طالبانو په لیکو کې د هند ضد خلکو مخه ډب کړي. همدا چاره باید د روسيې سره وشي ځکه هغوی هم څه ناڅه طالبانو سره تار لري او کولای شي پدې برخه کې مرستندوی واوسي.
د طالبانو ځینې ډلګۍ د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا د امر اخیستلو څخه سخت بد وړي. د طالبانو پر افغاني ملتپالنې له سره غور او د طالبانو د آزاد فکر لرونکو کړیو ته د ‘نه-خصومت’ د هوکړې وړاندیز کړل به د نوي ډهلي اوږدمهالو ګټو ته زیان ونه رسوي.
د ټرمپ د په شاتګ له امله، افغانستان په راخوټېدو شو. هند نشي کولای چې سخت تصمیمونه وځنډوي او د یوه منفعل نندارچي به توګه پاتې شي. په نوي رازېږېدونکي افغان دولت کې د منځلارو هند پلوه ځواکونو وړاندې له وړاندې تقویه او د سیمې د هیوادونو د یوې ډلې د رامنځ ته کولو له لارې د طالبانو ‘رانرمول’ هغه اړین اقدامات دي چې د ترټولو ناوړه کابوسونو مخه نیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.