له ایران څخه تېر کال ۲۲۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

له ایران څخه تېر کال ۲۲۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوالې ادارې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه د را ستانه شویو افغانانو د بهیر په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له دغو دوو هیوادونو څه باندې ۲۳۵ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

 

دې ادارې په دغه راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته ټول ۲۲۳ زره ۹۴۶ افغان مهاجر ستانه شوي، چې ۱۲۶ زره یې له دغه هېواد څخه د هغوی د خوښې پر خلاف افغانستان ته لېږدول شوي دي.

 

د دغه راپور له مخې ۹۷ زره ۹۳۱ نور افغانان په وقفه یي ډول په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه را ستانه شوي دي. د مهاجرت نړیوالې ادارې د دغه راپور له مخې په تېرو شپږ میاشتو کې یوولس زره ۲۲۴ افغان مهاجرین له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي، چې دوه زره ۳۵۰ یې په زور له دغه هېواد څخه افغانستان شړل شوي دي.

 

د افغانستان د مهاجرینو او را ستنېدونکو چارو وزارت وايي شاوخوا دوه میلیونه افغان مهاجرین په قانوني او له قانوني اسنادو پرته په ایران او له دوه نیم میلیونو زیات نور په پاکستان کې ژوند کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.