له هوايي دهلېزونو ګټنه ورځ تر بلې زیاتېږي

له هوايي دهلېزونو ګټنه ورځ تر بلې زیاتېږي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۶ مه:

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هوايي دهلېزونو له لارې ۲۴ ټنه سوداګریز توکي بهر ته صادر کړل.

د سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، یاد توکي يې بحرین، ترکیې، هند او اماراتو ته صادر کړي دي.

صادر شوي توکي زردالو، د مېوې اوبه، انګور، اینجه اوغالۍ دي.

د احمدي په خبره، افغانستان د هوايي دهلېزونو له پیل تر دې دمه د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د ۷۲۴ پروازونو پر مټ اوه عشاریه ۶۱۳ ټنه توکي صادر کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.