له کندز پوهنتون ۱۲۵۰ تنه فارغ شول

له کندز پوهنتون ۱۲۵۰ تنه فارغ شول

 

د کندز پوهنتون له بیلابیلو پوهنځیو څخه سږ کال ۱۲۵۰ تنه نجونې او هلکان فارغ او خپل سندونه یې ترلاسه کړل.

د کندز پوهنتون مسوولینو ویلي: په تازه  فارغ شویوکسانو کې  ۲۶۱ تنه  یې نجونې او ګڼ هغه مامورین دي چی اوس  په حکومتي اداراتو کی په دندو بوخت دي .

د کندز پوهنتون له ۳۸ دورې څخه  ۱۲۴۲ تنه نجونې او هلکان  فارغ او د لسانس سندونه یی تر لاسه کړل

دکندز د پوهنتون مشر ویلي: چې  درسونه یې معیاري پرمخ ځي او په راتلونکي کې به نورو هغوحکومتي مامورینو ته هم  په شپنۍ څانګه کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي  چی کاري تجربه یې ډېره او د پوهې کچه یې ټیټه وي .

تازه فارغ شوي کسان غوښتنې دا لري چې دې ولایت کې دې ورته د ماسترۍ زمینه برابره شي .

د کندز ولایتي شورا بیا نیوکه کړې چې د زونونو ونډې په اساس کندز سره توپیري چلند کیږي.

کندز په شمال ختیځ زون کې تر ډيره یوناامنه ولایت شمېرل کیږي چې له پوهنتون څخه یې د ۱۲۴۲ تنو فراغت عام ولسونو راتلونکې ته سخت هیله من کړي او اندونه دادي چې د فارغ شوو ځوانانو په هڅو ترډيره کندز کې شته ستونزو ته دپای ټکی کېښودل شي

محور ـ خبریال ــ نورګل اندړوال ــ بغلان

Leave a Reply

Your email address will not be published.