لوبه د چا او لوبغاړي یې څوک؟

عبدالله صافيد تېرو څو لسیزو راپدېخوا افغانانو د ټوپکو او اسلحو سره لوبې وکړې او لا هم د دغه نشې ښکار دي. د مثبت بدلون تر راوستلو په منفي بدلونونو خوښ برېښي. خو په حقیقت کې دوی د نورو افغانانو عزت، ناموس، وینې او خاورې ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

د افغان وینه ورته لکه د خوړ سیلاب ښکاري. د لسګونو کلونو راپدېخوا دې وحشت او دهشت ژوند زمونږ کورونه وران کړل، مونږ ډېر هیوادوال له لاسه ورکړل، ډیرې کورنۍ د غم په ټغر پاتې شوې او تل یې د مظلومیت ژوند وکړ. د نورو په پیسو او غلطو مفکورو مو د ټوپکو خولې تل ګرمې ساتلي؛ وژنه ښه په درز کې روانه ده. نه خپل پېژندل کېږي او نه پردی، بس وینې دي او توېيږي.

قومي مشر، سپین ږيری، روحاني شخصیت، ښځې او کوچنیان ټول د وحشت ښکار دي. نه څوک پوښتنه کوي چې دا هر څه ولې او څنګه کېږي، نه د حل لاره پیدا کېږي، وحشت پای نه مومي او لا زیاتېدونکی برېښي.

دا د بهرنیو راغلو یوه لوبه ده؛ لوبغالی یې افغانستان او لوبغاړي یې افغانان دي. خاوره، عزت، رغونه، وینه، سرونه او اندامونه پکې د افغانانو لوبېږي، مګر اهداف پکې د روسيې، امریکې او نورو پوره کېږي.

دا لوبه له ډېر پخوا څخه پیل شوې او لا هم لوبغاړي جنګېږي. بهرنیو راغلو له دې خاورې تنور جوړ کړی، په بېلابېلو نومونو مو د تنور په لمبو سېځي، په خپلو کې یې لکه دمسلمانانو او یهودانو واچولو، هیواد یې راته له پوهې د ناپوهۍ په لور رهي کړ.

زموږ رغونه یې ناپیدا حالت ته وګرځوله؛ مګر موږ لا هم خپل دوست او دښمن ونه پیژانده. افغانان تل د نورو په غلطو مفکورو غولېدلي دي. تل یې د دین او مذهب په نامه ډېر مظلوم او بې ګناه خلک د چړو تر څوکو تېر کړي، تل یې د خپلو بچیانو د نفقې لپاره د یتیم او بې وزله مړۍ راخیستې او د هغه کورنۍ یې د غم په ټغر پرېښې.

دلته ځوان خپل نوم او عزت تل د نورو په بې عزتۍ کې لټولی؛ د خپل ژوند د ښه والي او بقا لپاره د نورو ژوند د مرګ په تله وزن کوي. کوچنی د اورونو او فریادونو په ښار کې لوېيږي؛ له بم، ځانمرګي او بمبار یې بل هیڅ نه دي اورېدلي. په ناڅرګنده تورتم کې یې مزل پیل کړی او د لویو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره هڅې کوي. مګر، هلته یې د ولس دښمن نه پرېږدي، ښوونځی او پوهنځی یې په بمونو الوځوي، ښوونکی او کتاب یې ورته د باروتو په لمبو سېځي.

حال دا چې ټول د یوه دین پیروان دي، ټول د یوې خاورې بچیان دي. مګر دوی تر خپلې وسې د نورو اهدافو ته ژمن دي، خپل بچیان وژني، خپل ښوونځي سېځي او خپل ښوونکي وژني. دوی تر ننه دوست او دښمن ونه پېژاند.

  • ولې مونږ تل د نورو ښکار شوي یو؟!
  • ولې د هرې خوښۍ او خوشحالۍ عوض په درد او غم ورکوو؟
  • ولې مو د مظلومیت چیغه تر اسمانه نه رسېږي؟
  • او ولې د مظلوم اوښکې نه وچېږي؟

دلته څو لسیزې همدا لوبه روانه ده، خو نه یې د حل لاره پیدا شوه او نه یې د خلاصون. دا هر څه مونږ خپله پر خپل ځان کړي دي او کوو یې. نو همدا وجه ده چې نړیوال هره تګلاره او پالیسي جوړوي، نړیوال چې هره نوی وسله جوړوي، د بري او بایلات ازمايښت یې د افغان په وجود باندې کوي. جسدونه او روحونه د افغانانو دي مګر اهداف پرې د نورو پوره کېږي.

د افغان هر اندام لکه د حیوان پرې کېږي، وینه یې لکه د باران د څاڅکو توېږي او په سرونو یې لکه د فوټبال د توپ لوبې شوي. د افغانانو هر نوی نسل په هره لسیزه کې د قهر په یو ناڅرګند ګوزار وهل کېږي، چې ټپونه او داغونه یې بیا تر کلونو د غم او درد اظهار کوي.

ناټو یې د هدف په غلطۍ غوښې شیندي، انګلیس یې په نشه یې عساکرو سرونه پرې کوي، کورني قاتلین یې د مشرک، کافر، یهود او غلام په نوم د بمونو په سرونو کښېنوي، لا مو د یو وحشي ښکار څخه غوښې نه وي ټولې شوي چې د بل وحشت ښکار شو. دلته تل د نورو د اهدافو لپاره همدا لوبې کېږي. خو نه دا لوبغاړي خلاص شول او نه دا لوبه پای ته ورسېده. زموږ برخلیک زمونږ په لاس کې دی؛ الله (ج) د رعد په سوره کې فرمایې:

اِنَّ اللهَ لایُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّی یُغَیِّرواْ مَا بِآنفُسِهِم.”
ژباړه: الله «ج» د هیڅ قوم حال نه بدلوي تر څو چې هغه قوم خپله خپل حال بدل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.