لوړ پوړي امنیتي چارواکي فراه ته تللي دي

لوړ پوړي امنیتي چارواکي فراه ته تللي دي

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر د فراه د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف، دغه ولایت ته تللي دي.

 

مېلر د سفر پرمهال ویلي، د فراه ولایت له چارواکو سره یې د ترهګرۍ ضد مبارزې اړوند بحث کړی دی.

 

اسدالله خالد بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې افغان سرتېري له دوی سره هر ډول جګړې او مبارزې ته چمتو دي.

 

امنیتي چارواکي پر داسې مهال فراه ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې یو ځل بیا جګړو زور اخېستی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.