لوګر کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

لوګر کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او همدا شان بره کي برک او خوښۍ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وايي، یادو عملیاتو کې ۴۸ طالبان وژل شوي دي او ۱۰ ټپیان دي.

یادو عملیاتو کې له هوايي بریدونو هم کار اخېستل شوی دی.

له عملیاتو وروسته د طالبانو یو شمېر جسدونه هم د جګړې په ډګر پاتې دي.

طالبانو تر اوسه د شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي

Leave a Reply

Your email address will not be published.