محب: افغان سرتېرو د وسله والو خوبونه خاورو سره خاورې کړل

محب: افغان سرتېرو د وسله والو خوبونه خاورو سره خاورې کړل

 د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې پروان ته تللی و ویلي، هېڅ افغان هم د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو هغه قربانۍ، چې د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې یې ورکړي نه شي هېرولای.

نوموړی وايي، چې همدې ځواکونو د وسله والو خوبونه له خاورو سره خاورې او ستر پلانونه یې ورته شنډ کړل.

پروان ولایت کې د دولتي چارواکو او ولسي خلکو یوې ناستې ته په خبرو کې ډاکټر حمدالله محب زیاته کړه، چې د ټولو امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي او د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا د وسله وال ځواک د فعالیتونو اغېز نور هم ډېروي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.

هغه ټینګار کړی، پروان ته یې ددې لپاره سفر کړی، چې د خلکو، ځایي چارواکو او وسله وال پوځ د غړو نظریات مخامخ واوري او په اړه یې له نژدې بحث وکړي. ښاغلي محب وویل، چې افغان ځواک په هره برخه کې پیاوړی او لاسبری دی، یوازې ځینې سیاسي او جاه طلبانه مداخلې دي، چې له امله یې کله نا کله ستونزې جوړېږي.

ده ټینګار وکړ، چې سږکال طالبانو فکر کاوه بشپړ بری خپلوي، له همدې امله یې کلني عملیات د فتح په نامه ونومول، خو نه یوازې دا کار یې ونکړلای شوای، بلکې ورځ تر بلې یې سیمې له منګولو وځي، چې د فاریاب یوه او د غزني دوه ولسوالۍ یې مثالونه دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.