محب: د افغان مېرمنو لاسته راوړنې به قرباني نه شي
د نړۍ د مېرمنو پیوستون ورځ “” مارچ اتمه “” نن مخکې له غرمې د ملي امنیت شورا کې نمانځل شوې ده.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي افغان مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو او په زیاتو نورو برخو کې کار کوي، چې دا د هغوی د وړتیا او جرئت ښکارندوي کوي.
محب ټینګار وکړ چې مونږ ماضي ته نه ګرځو او د افغان مېرمنو د تېرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې به قرباني نه شي.
هغه وویل: ټولو برخو کې باید د مېرمنو حضور پراخ شي.
ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه: سوله او امنیت زمونږ د خلکو اساسي غوښتنې دي چې له دې لارې باید افغان مېرمنو ته د پرمختګونو لپاره آرام چاپېریال برابر شي تر څو له نارینه وو سره په ګډه کار وکړي.
ډاکټر محب وویل: اوس هم دلته د جګړې فرهنګ موجود دی او هر څوک غواړي د زور له لارې خپلې غوښتنې پر خلکو تحمیل کړي، په داسې حال کې چې له نوي نسل زمونږ غوښتنه داده ترڅو پرېنږدي بیا جګړو او کډوالۍ ته ستانه شو.
د ملي امنیت سلاکار له زورواکو سره مبارزې ته په اشارې ټینګار وکړ چې نامسووله ډلې او اشخاص باید د واحدې پالیسۍ پر اساس قانونمند شي تر څو زمونږ خلکو په ځانګړې توګه افغان مېرمنو ته د ژوند خوندي فضا رامنځته شي.
Leave a Reply