محب: د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

محب: د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

محور؛ پنجشنبه، د زمري ۲۴ مه

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، چې حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه جدي دی او په دې برخه کې زغم نه شي کولای. نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما له مشر تادامیچي یاماماتو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د همدې پالیسۍ له مخې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ وروستۍ پېښه جدي څېړل کېږي او د څېړنو موندنې به یې ډېر ژر له ولس سره شریکې شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي په دې اړه د کړو اقداماتو له امله د امنیت شورا له دفتره مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې دا پالیسي باید لا پیاوړې شي.

په ناسته کې د افغان سولې په اړه هم پر وروستیو انکشافاتو خبرې شوې دي. محب ویلي، افغان حکومت تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرو ته خوښ دی او ملاتړ یې کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.