محب: ټولې امنیتي ادارې دې له جنايي جرمونو سره په ګډه مبارزه وکړي

محب: ټولې امنیتي ادارې دې له جنايي جرمونو سره په ګډه مبارزه وکړي

ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي له جنايي جرایمو سره مبارزه د امنیتي، نظامي او ملکي سکټورونو مشترک کار او همکارۍ ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي مسعود اندرابي د امنیتي سکټور په ناسته کې ویلي، کابل او ولایتونو کې د روان کال لومړیو درېیو میاشتو کې، د 1397 کال د لومړیو درې میاشتو په پرتله د جنايي جرایمو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.

اندرابي د جنايي جرایمو د کچې راټیټېدو برخه کې د روغتیا، حج او اوقافو، اطلاعاتو او کلتور، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو او د ښځو چارو وزارتونو پر رول او ګ‌‌‌‌‌‌ډو هڅو ټینګار کړی دی.

محب ویلي، له جنايي جرمونو سره رغنده مبارزه د امنیتي، نظامي او ملکي سکټورونو مشترک کار پورې تړلې ده. نوموړي غوښتنه کړې چې ښکېلې ادارې او وزارتونه دې د ګ‌‌‌‌‌‌ډې کړنلارې په ایجاد له جنايي جرایمو سره د مبارزې په چاره کې کورنیو چارو وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.