مسلمیار امریکا ته: د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا معامله مه کوه

مسلمیار امریکا ته: د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا معامله مه کوه

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په روانو مذاکراتو غبرګون ښودلی دی.

مسلمیار نن د مشرانو جرګې په عمومي بحث کې سناتورانو ته ویلي:

” پرته له سولې جګړه پای نه مومي. خو بدبختانه سوله له موږ سره څوک نه کوي بلکې سوله طالبان او امريکا خپلو کې سره کوي.

د طالبانو او مريکا ترمنځ چې سوله کېږي ابايد د افغانستان پر ملي حاکميت معامله نه وي. د سولې د مذاکراتو اته پړاوه تېر شول خو افغان حکومت تراوسه پکې دخيل نه شو. موږ له امريکا نه د يو ستراتيژيک دوست په توګه هيله لرو چې د افغانستان په سرنوشت لوبې ونه کړي.”

هغه ټینګار کړی چې  افغانان افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پلوي نه کوي.

نوموړي څرګنده کړې:

” موږ هم غواړو چې امريکايي عسکر له افغانستان څخه ووځي او پاتې نه شي.

د نظام د پايښت او ساتنې لپاره قرباني تل زموږ ملي امنيتي سرتېرو ورکړې خو طالبان بيا د امريکا ته د تلفاتو اړولو خبره کوي، کوم تلفات؟

تلفات خو موږ ورکړي په همدې نږدې څو کلونو کې لږ تر لږه تر ۴۵۰۰۰ زرو پورې زموږ سرتېري قرباني شول او له خپلې خاورې يې خپلې مقدسې وينې نذرانه کړې.”

مسلمیارد همدا راز له طالبانو غوښتي چې راشي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

هغه ویلي:

” موږ هغه سوله غواړو چې ملکيت يې د افغانستان له خلکو سره وي، په افغان حکومت غږ کوم چې پراګندګي ختمه کړي، د يوه واحد بيرغ تر چتر لاندې خلک راټول کړي او د سولې لپاره غږ پورته کړي.”

Leave a Reply

Your email address will not be published.