مسلمیار امریکا ته: د انګرېز او شوروي له شرموونکو ماتو عبرت واخله

مسلمیار امریکا ته: د انګرېز او شوروي له شرموونکو ماتو عبرت واخله

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې غندلې دي.

هغه ویلي: امریکا ته وريادوم چې د شوروي اتحاد او انګليس له شرموونکو ماتو دې عبرت واخلي او ددې وياړلي وطن سرښندنې، قربانۍ او د زبرځواکو ماتول دې د تاريخ له پاڼو مطالعه کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې ټرمپ بايد له تاريخ څخه ځان خبر کړي چې په افغانستان کې ګوډ تیمور، انګریز، چنګیز، شوروي او نورو زبرځواکونو هم ستا په شان خوبونه ليدل خو بيا ترې سرونه او تنې دلته پاتې شوې او امپراتورۍ يې د خاورو خوراک شوې.

مسلمیار ویلي:له امريکا سره د افغانستان اړيکې پر متقابلې همکارۍ او احترام ولاړې دي، خو موږ هېڅکله امريکا ته اجازه نه ورکوو چې د يو عظيم او نه ماتيدونکي ملت او د نړۍ پر مخ د يو وياړلي، قهرمان او باتور وطن د سرنوشت او برخليک په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان به تل د نړيوال سياست په ډګر کې د خپلواکې ارادې او خپلواک دريځ خاوند وي او په خپلو ټولو سرنوشت ټاکونکو مسايلو کې به له لوړ موقف او خپلواک ادرس څخه برخمن وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.