مسوولین: د زنده جان ولسوال شکرالله ماین چاودنې وژلی دی د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت د زنده جان ولسوالۍ ولسوال شکرالله شاکر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله له خپل وراره او دوو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، دغه پېښه نن غرمه مهال په داسې حال کې رامنځته شوې چې شاکر له یادې ولسوالۍ نه ولایت ته پر لاره و او د دې ولسوالۍ په تره خیلو سیمه کې یې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه. د چارواکو په خبره په دې پېښه کې د نوموړي پنځه نور ساتونکي ټپیان شوي هم دي. د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
Leave a Reply