مسوولین: کونړ کې د لښکر طیبه دوه غړي وژل شوي محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۱۴ مه: د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي: تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د لښکر طیبه په دوو مرکزونو توپچي بریدونه ترسره کړي. د دانګام ولسوال وايي: په دې توپچي بریدونو کې د لښکر طیبې ډلې دوه مهم غړي وژل شوي دي او ۶ ټپیان دي. یوه میاشت مخکې هم افغان ځواکونو دانګام ولسوالۍ کې د لښکر طیبه په مرکز رهبري شوي توغندي توغولي وو.
Leave a Reply