معترضو نوماندانو د اعتراض په ډول خپلې خولې ګڼدلي

معترضو نوماندانو د اعتراض په ډول خپلې خولې ګڼدلي

کابل کې له یو شمېر ولایتونو راغلیو نوماندانو د اعتراض په ډول خپلې خولې ګنډلې دي.

معترضو نوماندانو کې له ننګرهار ولایت څخه ډیوه نیازۍ، پکتیکا ولایت څخه هیله مجتبی او یو شمېر نورې ښځینه نوماندانې شتون لري.

معترضینې وايي، ټاکنو کې له دوی سره درغلي شوې ده او حکومت یې باید حق ورکړي.

دوی ټینګار کړی چې یوه ځانګړې محکمه دې جوړه شي او د ټاکنو اړوند د درغلۍ اسناد دې وڅېړي او که چېرې دغه کار ترسره نه شو، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

یادې نوماندانې نږدې درې میاشتې کېږي چې کابل کې يې د اعتراض خېمه وهلې ده او له اړوندو ادارو غواړي چې حق یې ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.