ملي امنیت وايي، ننګرهار ولایت کې يې دوه پاکستاني ترهګر اتباع نیولي دي.
له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پاکستاني اتباع چې د جیش محمد اورپکې ډلې غړي دي، ننګرهار ته د ترهګریزو بریدونو په هدف راوستل شوي وو.
ملي امنیت وايي، یادو کسانو ته د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګریزو کړنو او بریدونو روزنه ورکړل شوې وه.
ملي امنیت وړمه شپه هم جلال آباد ښار ته نږدې یو ځانمرګی بریدګر نیولی و
Leave a Reply