ملي امنیت ځواکونو د محب الله او نصیب شاه په نومونو دوه تنه چې غوښتل يې زیات شمېر چاودېدونکي توکي، مهمات او وسلې له پېښوره کابل ته انتقال کړي، نیولي دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه وايي، چې دغو دواړو کسانو غوښتل یادې وسلې بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو ته ولېږي او ترهګریزو بریدونو کې ترې ګټه واخلي.
یاد مهمات او وسلې په یوه ټیلري ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
Top of Form
Bottom of Form
Leave a Reply