ملي امنیت د طالبانو ۱۹ کسیزه ډله له پاکستان د راتګ پر مهال کندهار کې ونیوله

ملي امنیت د طالبانو ۱۹ کسیزه ډله له پاکستان د راتګ پر مهال کندهار کې ونیوله

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د طالبانو ۱۹ غړي چې په منځ کې يې درې مشهور قوماندانان هم موجود و، له پاکستانه د راتګ پر مهال کندهار کې ونیول.

 

له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نورالله چې په ابوظهر مشهور و، د ۴۰ کسانو مشري يې کوله، فاتح هم د طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې مشري کوله او حمیدالله چې په ثاقب مشهور و، زابل کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان و چې نیول شوي دي.

 

ملي امنیت وایي، د طالبانو دغه کسان پاکستان ته د پوځې زده کړو لپاره تللي و چې د بېرته راتګ پر مهال ونیول شول.

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.