ملي امنیت پغمان کې د طالبانو د وسلو زېرمه کشف کړه

ملي امنیت پغمان کې د طالبانو د وسلو زېرمه کشف کړه

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې زیات شمېر سپکې او درنې وسلې او چاودېدونکي توکي نیولي دي.

 

له ملي امنیت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کشف شوې زېرمه کې د طالبانو د آر پي جي ۵۲ مرمۍ، د هاوان ۱۶، ۵ میله کلاشنیکوفونه، د پیکا ۹ شریده مرمۍ زیات شمېر نور پوځي تجهیزات موجود و.

 

ملي امنیت وايي، طالبانو غوښتل دغه وسلې او مهمات پر کابل ښار د بریدونو لپاره وکاروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.