ملي امنیت: پکتیکا کې د طالبانو یو بهرنی جنګیالی او یو قوماندان وژل شوی

ملي امنیت: پکتیکا کې د طالبانو یو بهرنی جنګیالی او یو قوماندان وژل شوی

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ په خیر بین سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي دي.

د ملي امنیت له  عمومي ریاست خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د یو بهرني جنګیالي او یو طالب قوماندان په ګډون، ۱۳ طالبان وژل شوي دي او ورسره وسلې يې هم د دوی لاس ته ورغلې دي.

خبرپاڼه کاږي، وژل شویو کې د ښرنې لپاره نظامي مسوول قاري خالد، د ښرنې لپاره د استخباراتو مسوول ثناالله چې په عبیده مشعور دی او غیرت چې د ۳۲ طالبانو مشري يې کوله او د طالبانو د مټا خان ولسوالۍ د طالبانو د ولسوال ورور دی، هم وژل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.