ملي امنیت ځواکونو خوست کې دوه ځانمرګي وژلي دي

ملي امنیت ځواکونو خوست کې دوه ځانمرګي وژلي دي

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو خوست ولایت کې دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې وژلي دي.

 

ملي  امنیت وايي، دغو کسانو غوښتل خوست ښار کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي چې  عملیات يې پرې کړي دي او یو ځای یې له پښو غورځولي دي.

 

د یو ځانمرګي بریدګر نوم محمد شفیق ښوول شوی دی، چې د پکتیکا ولایت اصلي اوسېدونکی دی؛ خو د دویم په اړه يې څه نه دي ویل شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.