منځنۍ اسیا، روس او چین ته د غني د جګړې اعلان

اباسین بریالد بارک اوباما له خوا په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور د تمدید له اعلان څو شیبې وروسته افغان ولسمشر غني ډېر په بیړه د امریکا ددې اقدام تود هرکلی وکړ. دا لکه د خښ کړل شوي بم ډالۍ ته چې څوک د ارزښت په سترګه وګورې.

افغانستان لا د هغو امریکايي سرتیرو د حضور په څرنګوالي نه پوهېږي، چې د امنیتي تړون له مخې په افغانستان کې دېره دي، زموږ او امریکا شخړه د سرتېرو په تعداد نده، شخړه له ترهګرۍ سره په شریکه جګړه کې د امریکا په ګونګ رول ده، چې له خپلو اډو په دوربینونو او بالونو په انچ انچ ځمکه ساکښ څاري اما په زرګونو وسله والو یاغیانو ځان ناګاره کوي.

د سرتیرو تعدد او د ماموریت ماهیت دوه جلا مسلې دي، ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د کندوز د سقوط په یوه توجیه کوونکي کنفرانس کې د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې له امریکا سره امنیتي تړون څه عملي ضمانت لري وویل: پرته له امریکا موږ د خپلو سرتیرو د یوې میاشتې تنخوا او د رینجرو تیل نشو برابرولای. په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د حضور له دوام یا زیاتوالي سره د غني دلچسپي فقط د امریکا له مالي مرستو سره په نظام او ملي ګټو او خطرونو قمار وهل دي.

بل اړخ چې د ماموریت ماهیت دی،‌او ژور سیمه ييز خطرونه له ځان سره لري ولسمشر غني ورسره خورا سطحي چلند کوي.
د حیرانۍ وړ به وي، چې موږ تر ۲۰۰۵ کاله د کرزي او امریکا خوږې او نادرې اړیکې هېروو، هغه وخت امریکا او افغانستان د مينې واده کړی و، امریکایان د کرزي په چپنه مین وو او کرزی د امریکایانو په خندا او پستو خبرو. په ۲۰۰۶ کال کې کرزی پوه شو، چې امریکا موږ له کاغذونو په جوړ شوي افسانوي کور کې مصروف ساتلي یوو او دوی د سیمې لوبه د افغانستان په قیمت روانه کړې ده. د غني لپاره د امریکا نیت او برنامه له سره واضح ده، هغه حکومت چې د انتخاباتو مثبت نتیجه یې د امریکا د سفارت له خوا منحرفه شوه او اوس یې رسمي چارو ته د امریکا سفارت مشروعیت ورکوي لا یې هم خوشباوره مشر فکر کوي، چې امریکایان له کرزي سره ښه وو، اصلاً کرزی له امریکا سره ښه نه و؟!

غني غواړي هغه طریقه بیا تجربه کړي، چې کرزی پکې ګوډومات شو.

د افغانستان د امنیت شورا یو مقام وايي، د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته چې افغان امنیتي نهادونو له امریکايي ځواکونو د ترهګرو د ځپلو لپاره د هوايي ځواک غوښتنه کړې پروخت او له ضرورت سره سمه نده ځواب شوې، دوی وايي امریکایانو هیڅکله په یووخت په څو جبهو کې له موږ سره برخه نده اخستې. دوی د امریکايي ځواکونو په مرسته هغسې چې پکار ده حساب نه کوي. پرکنړ د پاکستان د بریدونو پرمهال هم امریکایانو افغان دولت ته ځواب ورکړ چې دا د ستراتیژیک تړون برخه نده. د تړون له موادو بغاوت افغان حکومت اړباسي چې د امریکا حضور او کردار وننګوي. اما له بده مرغه نوی افغان حکومت د امریکا په حداقل مرستو بسنه کړې او ستراتيژیکو توافقاتو ته مراجعه له امریکا سره د خپلو اړیکو په زیان ويني.

 

درې عمده مسلې د افغانستان امریکا ستراتيژیکه ملګرتیا له پوښتنې سره مخ کوي:

اول:- امریکا ولې د طالب د تضعیفولو پرځای د افغان ځواکونو د شمېر زیاتوالي ته ترجیح ورکړه؟
هرڅومره چې افغان ځواکونه زیاتېږي په مقابل کې یې د طالب د ځواک انډول لوړېږي. نه یوازې چې د طالب په مهارولو کې امریکا غرضي لاس لري، ورسره یې افغان ځواکونو تعداد دومره زیات کړی چې د امریکا له مرستې پرته هیڅکله افغان دولت ونه توانېږي، چې په خپلو امکاناتو هغوی تجهیز، تمویل او وساتلی شي.

دویم:- ولې امریکا د افغان ځواک هوايي برخه نه تجهیزوي؟
اوس مهال افغان ځواکونه په خالي لاس د طالبانو او که دقیق وویل شي د پاکستان د نیابتي ځواک پرضد جنګېږي. امریکا پوهېږي چې د روس او هند په شمول په تېرو څوارلسو کلونو کې هیڅ هېواد له افغانستان سره د هوايي ځواک د تمویل مرستې یا قرارداد ته زړه ښه نه کړ. یوار چې هندوستان په ۲۰۱۳ کې له افغانستان سره د الوتکو د مرستې یو تړون اخري مرحله ته رسولی و، خو امریکا هغوی په پاکستان وګواښل چې په کشمیر کې به ترهګر هندي تاسیسات په نښه کړي او روسان بیا فکر کوي، چې افغان حکومت له امریکا سره د وفادارۍ له کبله د باور وړ دوست ندی.

درېیم:- افغان دولت د سیمې په کچه مصرفي ځواک لري.
هغه رینجر موټرونه چې پولیس او سربازان یې کاروي، پلنجرونه یې د ټانګونو دي، او له هر عملیاتي میشن وروسته افغان ځواکونه د تېلو له بحران سره مخ وي. ددغه ډول نقلیه وسایطو ورکړه له منظور خالي نده او ځکه خو افغان ولسمشر غني هروخت د افغان ځواکونو تر تنخواګانو د جنګ د تېلو په اړه ځان محتاج ويني.

 

افغانستان چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک له کبله د سیمې له تقریباً‌ټولو هېوادونو سره په دښمنۍ اوښتی د امریکايي عسکرو د شتون د تمدید له فوق العاده نوي ماموریت منظورولو سره د روس، چین، ایران او منځنۍ اسیا لپاره په سیمه ییزه لوبه کې د طرف په توګه واقع شو. په اصل کې موږ د هغې پروژې برخه هم شوو، چې منځنۍ اسیا ته به د ترهګرۍ په صادرولو کې د امریکا لاسنیوی کوو.

له روس او امریکا څخه د ولسمشر غني‌غوښتنې متناقضې دي؛ د مسکو په کنفرانس کې ولسمشر غني پوتین، چين، او د منځنۍ اسیا خپلو ټولو ګاونډیانو ته وویل، ترهګري په نوې بڼه ستاسو خواته د صدور په حال کې ده، له افغانستان سره د وسلو او مهماتو مرسته وکړئ‌چې ددې پدیدې پرضد جګړه وکړو. له داسې افغانستان سره به روس او چين څرنګه د هوايي ځواک د تجهیز مرسته وکړي، چې په عین وخت کې د داعش صادرونکي ( امریکا)‌ته د ترهګرۍ د پراختیا لپاره په خپله خاوره نوي فرصتونه ورکوي.

روسان، چين او منځنۍ اسیا به دویم غوراوی رامخ ته کړي، د افغانستان د ګاونډیو منځنۍ اسیا هېوادونو شریکو پولو ته به نوي پوځونه راولېږي او په عصري وسلو به یې سمبال کړي، چې داعش یا نورې ترهګرې ډلې له پولو ور وانه وړي. ددې ترڅنګ روسان اوس هم په افغانستان کې له پخوانیو اکثره جنګسالارانو سره ژورې اړېکي لري دوی به د ځرو په توګه بیا پخپله دایره کې راولي، د خپلو لاسوهنو لپاره به د افغان حریف حکومت د کمزوري کولو لپاره ورڅخه استفاده وکړي او کله کله به هغه ډلې هم ورباندې ټکوي، چې د منځنۍ اسیا له سخت دریځو څخه جوړې دي او افغانستان کې مېشت دي.

د روس، چين او افغانستان اړیکې چې تازه تازه د اعتماد په جوړېدو وې، په دې توګه به نه یوازې چې بېرته نسکورې شي بلکې پاکستان به یوار بیا بديل او د اعتماد وړ وګرځي.

افغانستان چې د امریکا په مرسته دداعش د صدور سرحدونه یې وتړل شي، داعش به په افغانستان کې ډېر وخت ځان تقویه کوي او ترهګرې ډلې چې د وتلو لاره نلري د خپل طبیعت له مخې داستوګنې جغرافیا حتمي تخریشوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.