“مړ د‌ې وي حکومت، مړ دې وي ارګ” او بیا څه؟

ډاکټر طلا پامير
ډاکټر طلا پامير

په داسې حال کې چې د ملي یو والي له حکومت نه د عام ولس ناهيلی توب مخ په ډیریدو دی، په ور ستیو میاشتو کې د حکومت او د افغانستان د سیاسي قشر تر منځ هم يو څرګند واټن را منځ ته شوی دی. او س د “مړ دې وي حکومت، مړ دې وي ارګ” نارې په ټولنیزو رسنیو، د ولسي جرګې په تا لار، په مدني ټولنه او سیاسي ناستو او لاریونونو او هر ځای کې تر غوږو کېږي.

له حکومت نه د عام ولس ناهیلې او همدا شان د ټولنې د سیاسي قشر له لوري پر حکومت نیوکې د پوهاوي وړ دي. له بده مرغه، د ملي یووالي حکومت د خپل کار په لومړي کال کې یوه داسې د پام وړ لاسته را وړنه نه لري چې خلک راتلونکې ته هیله من کړي.

په روان کال کې جګړې زور اخیستی او لمن یې د هیواد ګوټ، ګوټ ته غځېدلې ده. د وګړو ځاني او رواني امنیت خوندي نه دی. بې وزلي او بې کاري خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده. پانګه اچَونه او د سوداګرۍ چارې ټکنۍ شوې دي. د ښې حکومتولۍ څرک هم نه لګېږي. د فساد او مافیا لاسونه اوس د دولتي واک ترټولو لوړې پوړې ته رسېدلي دي. د سمارټ سيټي رسوایي “سمارټ ګېټ” چې د ولسمشر حقوقي سلاکار اوځینې نور لوړپوړي چارواکي پکې ښکېل دي، د افغانستان په معاصر تاریخ کي ساری نه لري. لنډه دا چې، ټولنه ژور بدلون ته اړتیا لري او خلک داسې یو بدلون غواړي.

اوس، که د ژور بدلون معنا او تعبیر دا سې وي چې مړ دې وي حکومت، مړ دې وي ارګ، نو بیا هرومرو دا پوښتنې را پورته کېږي چې د حکومت او ارګ تر مرګ (را پرځولو) وروسته بیا څه؛

  • د حکومت په را پرځولو سره به د ټولنې کومه ستونزه هواره شي؛ څرنګه او په کومو وسایلو به هواره شي؟
د ارگ خلاف مظاهره
د لاریون کونکو شعار “مړ د‌ې وي حکومت، مړ دې وي ارګ”

دغو او ډېرو نورو دې ته ورته پوښتنو ته تر اوسه پورې هیچا یو روښانه او د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی دا ځکه چې په واقعیت کې د پورتنیو پوښتنو لپاره یو ساده ځواب نشته. د افغانستان سیاسي قشر نشي کولای د عام ولس په شان یوازې پر تقدیر تکیه وکړي او ووایي چې توکل په خدای، خدای مهربانه دی هرڅه به ښه شي. د معجزې عصر تیر شوی دی او په نننۍ زمانه کې ډېر کم څوک شته چې پر معجزه باور ولري. د سرو او تورو انقلابونو ترخه مزه مو هم څکلی ده. نارنجي انقلابونه په عراق، لیبیا، مصر، سوریه او نورو ځایو کې آزمویل شوي دي.

د “ملي یووالي” حکومت لکه وړاندې چې وویل شول، په ریښتیا هم د ولس تمه او هیلې نه دي پوره کړي. دا هغه حکومت نه دی چې خلکو یې تمه لرله؛ د خپل سر په بیه یې په ټول ټاکنو کې برخه واخيسته او خپله رایه یې وکاروله خو، کوم څه چې په ځینو سیاسي کړیو کې د دغه حکومت د بدیل په توګه نومول کېږي، تر دې (حکومت) به هم بد غوراوی وي. ولی؟

وایي “که شپه تیاره ده خو مڼې په شمار دي” له بده مرغه چې نن په ښه صورت حال کې، د پخواني حکومت په بڼه کې د ټوپکسالارانو او جهادي مافیا د واکمنۍ له را ژوندی کېدو او په ډېر بد حالت کې د طالبانو تر بیا واکمن کېدو پرته کوم بل ریښتینی بدیل نه تر سترګو کېږي. دا دواړه (ټوپکسالاران او طالبان) هغه یوازني او بالقوه ځواکونه دي چې د “ملي یووالي حکومت” د را پرځولو په صورت کې به دولتي واک تر لاسه کړي.

دا هم شونې ده چې د واک ژوره او هر اړخیزه تشه را منځ ته شي او د تېرې پېړۍ د نوي یمو کالونو خونړۍ ډرامه (جنګ همه علیه همه) یو ځل بیا تکرار شي. د منځ مهاله حکومت جوړول او په دې موخه د بیړنۍ مشورتي لویې جرګې را غوښتل چې د ځینو سیاسي کړیو لخوا یې وړاندیز شوی دی، نه یوازې دا چې د افغانستان ستونزه به په بنسټیزه توګه هواره نه کړي بلکه د اوسني حکومت نیمګړی مشروعیت به هم له منځه یوسي.

د نړیوالې ټولنې له همغږی پرته د حکومت ړنګول او بدلون به د افغانستان پر وړاندې د دغې ټولنې په لنډ مهاله او اوږد مهاله ژمنو چې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري، نېغ په نېغه منفي اثر وشيندي؛ دولتي نظام به له سیاسي، پوځي، اقتصادي او مالي اړخه نور هم کمزوری او و پاشل شي. نن، زمونږ هېواد د خپل تاریخ له یوه ډېر نازک پړاو څخه تېرېږي او د ټولنې له سیاسي قشر نه مسؤولانه چلند غواړي. د دې معنا دا نه ده چې د ملي یووالي د حکومت په نیمګړتیاوو، ناغېړیو اوبدې حکومتولۍ سترګی پټې شي؛ په هر حالت کې او په هره بیه یې پر پايښت ټینګار وشي نو دا هم له ولس او وطن سره لویه جفا ده.

زما په اند: اوس هغه وخت را رسېدلی چې یو لړ داسې لارې چارې ولټول شي چې په مرسته یې د افغانستان ستونزه په بنسټیزه، هر اړخیزه توګه او د تل لپاره هواره شي. نور، منځ مهاله ستراتېژي (منځ مهاله حکومتونه، یو اړخیزه مشورتي لویې جرګه، د سیاسي څیرو بدلول، نیمګړې ” ټول ټاکنې”، د حکومتونو پرځول او را پرځول، د روان حالت تداوم – نه جنګ نه سوله) د افغانستان د ستونزې د بنسټـیزې هوارۍ لار نه ده.

"مړ د‌ې وي حکومت، مړ دې وي ارګ"
د لاریون کونکو شعار “مړ د‌ې وي حکومت، مړ دې وي ارګ”

د افغانستان د ستونزې بنسټیز هواری (حل) په ټول شموله – ملي روغه جوړه او تلپاتې سوله او سیاسي ټيکاو (ثبات) کې نغښتی دی. ترڅه وخته او تر کومه به د افغانستان دولت کال تر کاله د نورو په ځیره (خیرات) ژوند کوي. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونه به چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه کړې، د تېرې یوې لسیزې په شان په منډه تېر شي خو د هیواد په سیاسي او پوځي وضعیت کې به کوم ټاکونکی بدلون را منځ ته نشي. په وروستيو نیږدې څلورو لسیزو کې، زمونږ هر یو کال یوازې دوه موسمونه (فصلونه) لرلي دي. د جګړې موسم او بیا بلې جګړې ته د تیارۍ موسم (ژمی). داسې ښکاري چې سږ کال به د ژمي موسوم (جنګ ته د تیارۍ موسم) هم ډېر تود او ګرم وي.

شک نشته چې ملي روغه جوړه او تلپاتې سوله په کورنۍ او بهرنۍ کچه دوه اړخیزه او څو اړخیزه هڅو او هاند ته اړتیا لري خو، دا په لومړي سر کې د افغانستان د دولت مسؤولیت دی چې نوښت (ابتکار) په لاس کې واخلي او د ملي روغې جوړې لپاره یوه ځانګړې ستراتیژي جوړه او وړاندې کړي. تراوسه افغان دولت، د دولت د وسله والو مخالفینو (طالبانو) په څېر د سولې ستراتیژي نه لري. دولت په عام ډول ویلي دي چې له وسله والو مخالفینو سره د افغانستان د اساسي قانون د منلو په شرط باعزته سوله غواړي. دا چې ولې دولت په داسې حال کې چې پخپله یې د افغانستان اساسي قانون مات کړی دی، له مخالفینو نه یې منل غواړي، د پوښتنې وړ ده.

د با عزته سولې په تعبیر هم د چا سر نه خلاصېږي. همدا اوس، مونږ د اساسي قانون خلاف دوه سری حکومت لرو. ولسي جرګې خپل مشروعیت او قانونیت له لاسه ورکړی؛ د افغانستان د وروستيو ټول ټاکنو په پایله کې د دوو ټیمونو تر منځ سیاسي تړون د اساسي قانون ځای نیولی دی. د افغانستان جګړه د قدرت پر سر جګړه ده. دا د ارزښتونو او ګټو جګړه ده. اړینه ده چې د افغانستان دولت دا واقعیت ومني او هڅه وکړي چې د روغې جوړې او سولې لپاره داسې یوه ستراتېژي وړاندې کړي چې په هغې کې د دولتي واک ریښتیني او ښکېلو خواوو ته د منلو وړ حل لاره، د ملي، سیمه ایزو او نړیوالو ګټو یو مناسب انډول نغښتی وي. د ملي یووالي د حکومت بیړنی (له وخت نه مخکې) بدلون باید د سولې د بهیر او د افغانستان د ستونزې د بنسټیز حل یوه برخه وی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.