م. ملتونه: طالبان دې خلک ټاکنو کې د برخه اخېستو له امله نه ګواښي

م. ملتونه: طالبان دې خلک ټاکنو کې د برخه اخېستو له امله نه ګواښي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۱۶ مه:

ملګري ملتونه د طالبانو دهغه ګواښ په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې د سپتمبر د ۲۸مې نیټې د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهیرکې برخه اخیستونکي ملکي وګړي به په نښه کوي.

ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلي: د بشرپالنې او بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې، په افغانستان کې د ټاکنو پروسه یو ملکي بهیر دی او هرڅوک حق لري چې په عامه چارو کې برخه واخلي، رایه ورکړي او له تبعیض او غیر ضروري محدودیتونو پرته حکومت ته ځان وټاکي.

خبرپاڼه کاږي، ټول اتباع – که هغه رایې ورکوونکي دي، که نوماندان یا د ټاکنو اړوند کارکونکي دي – حق لري چې له ویرې، فشار او تاوتریخوالي پرته د ټاکنو د بهیر په ټولو پړاوونو کې برخه واخلي.

اعلامیه کې ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ کړی چې د ملکي وګړو درناوی او ساتنه وکړي اوهغوی د اساسي قانون پر اساس د ورکړل شوي حق یعنې په ټاکنو کې د برخې اخیستو له کبله و نه ګواښي او له تاوتریخوالي سره یې مخامخ نه کړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ټاکنیزو بهیرونو په لړ کې د رایه ورکولو په مرکزونو او ملکي ګډونوالو مستقیم بریدونه له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ددغه ډول جرمونو له تر سره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.