نایب: مونږ خو غرق یو، بنګلادېش هم ځان سره غرقوو

نایب: مونږ خو غرق یو، بنګلادېش هم ځان سره غرقوو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، په نړیوال جام کې خو دوی غرق شوي دي، خو بنګلادېش به هم نن له ځان سره غرق کړو.

د افغان لوبډلې ځینو نورو لوبغاړو هم ویلي چې په نننۍ لوبه کې به بنګلادېش ته ماته ورکوي.

د نړیوال جام په لړ کې د افغانستان نننۍ اومه لوبه ده چې ترسره کوي، افغان لوبډلې په کړو شبږ لوبو کې ماته خوړلې ده.

د افغانستان او بنګلادیش لوبه  نن وروسته له غرمې دوه بجې پیلېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.