نبیل: پاکستان خپل لاس پوڅي له نږدې په شا وټپول

نبیل: پاکستان خپل لاس پوڅي له نږدې په شا وټپول

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل پاکستان ته د یو شمېر افغان څېرو د ورتګ غبرګون کې  ویلي، سیاسیونو دا ځل مخامخ هدایات واخېستل او پنجاب هم له نږدې په شا وټپول.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پاکستان دا ځل د خپلو لاس پوڅو کار اسانه کړ او له نږدې ورغلل او ورسره يې ولیدل.

نوموړي ټینګار کړی، هغه کسانو چې مخکې له دې به یې پاکستانیانو سره پټې خبرې کولې، دا ځل یې له محرم ټلفوني اړيکو او په بهرنيو هېوادونو کې له پټو ليدنو څخه ځانونه هوسا شول.

تېره ورځ هم د ملي امنیت مخکېني مشر امرالله صالح ویلي و چې افغان سیاسیونو پاکستان ته په ورتګ، خپل  تاریخ مسخره کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.