ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو مرګ ژوبله

ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو مرګ ژوبله

طالبانو تېره ورځ د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو پر یو شمېر پوستو بریدونه کړي و

امنیتي سرچینې وايي، نږدې درې سوه طالبانو بټي کوټ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي و، چې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي په کې وژل شوي او له لسو زیات ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې، ۳۰ طالبان وژل شوي چې د اتوو جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.