محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه
په نیمروز کې ورځنی راکړه ورکړه په ایراني تومن کیږي. دا کار د دې لامل شوی چې هلته ځینې ماشومان افغانۍ نه پيژني. له دوو لسیزوډیر وخت کیږي چې په نیمروز کې سوداګریزې چارې په ایراني تومن کیږي. د دغه ولایت یوشمېراوسېدونکي وایي، واړه ماشومان یې افغانۍ نه پیژني اوحکومت نه دی توانیدلی چې دې ولایت کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه ونیسي.حکومتي مسوولین هم دا مني چې ځینې سرحدي ولایتونه د ګاونډیو هېوادونو پیسې کاروي، او د مخنیوي لپاره یې یو لړ اقدامات شوي دي.
Leave a Reply