نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تازه خپور شوي مطلب کې لیکلي چې افغانستان کې تاریخي اثار راتلونکي کې د نړېدو او ویجاړۍ له جدي خطر سهر مخ دي.
مطلب کې د غزني هغه تاریخي برج ته یادونه شوې چې تېره اوونۍ ونړېده.
نیویارک ټایمز لیکلي چې افغان حکومت د تاریخي اثارو د ساتنې او بیا رغونې توان او وړتیا نه لري.
حکومت بیا په وار وار ویلي چې د تاریخي اثارو ساتنې ته جدي پاملرنه کوي او دې برخه کې يې لوړ ګامونه هم پورته کړي.
Leave a Reply