افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه هرات ولایت کې د طالبانو پر یوه مرکز چاپه وهلې ده
د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي، چاپه د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکز وهل شوې، چې په پایله کې يې ۶ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
چارواکو نه دي ویلي، چې عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو هم د افغان سرتېرو ملتیا کوله که نه؛ خو ټینګار يې کړی چې ملکي وګړو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی
Leave a Reply