هغه درې پولیس چې شخصي جامه کې يې له موټرو پیسې اخېستې ونیول شول

هغه درې پولیس چې شخصي جامه کې يې له موټرو پیسې اخېستې ونیول شول

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: نن مخکې له غرمې د فراه ښار د ننګاب په سېمه کې د پولیسو د ماموریت دري تنه سربازان چې په شخصي جامو کې د بار وړونکو موټرو څخه په غیر قانوني توګه اخاذې کوله ونیول شول.

یادو کسانو چې شخصي جامي یې اغوستي وې په داسې حال کې د فراه د والي له خوا سمدلاسه ونیول شو چې د بار وړونکو موټرو څخه په غیر قانوني توګه پیسې اخېستل.

له یادو کسانو سره یوه عراده تورې ښیښې لرونکی لوکسل ډوله شخصي موټر هم نیول شوی دی.

د فراه والي ښاغلی محمد شعیب ثابت وویل چې د بار وړونکو موټرو څخه د غیر قانوني اخاذې په اړه د موټر چلونکو له خوا دوی ته شکایتونه شوې و او د دوی د شکایتونو پر بڼسټ د فراه سېمه ېزه اداره د دې کسانو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو په لټه کې وه چې دري تنه یې نن سمدلاسه د اخاذې په حال کې د ننګاب د پوستي څخه ونیول شو.

د فراه والي له عدلي او قضایي بڼسټونه څخه وغوښتل ترڅو د قانون په رڼا کې نیول شويو کسانو ته سخته سزا ورکړي ترڅو نور هیڅوک د غیر قانوني کړنو د ترسره کولو جرئت و نه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.