هلمند کې د ولسمشر په فرمان ۵۴ بندیان خوشې شول

هلمند کې د ولسمشر په فرمان ۵۴ بندیان خوشې شول

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د هلمند ولایت له زندان څخه ۵۴ زندانیان ازاد شوي دي.

 

د هلمند ولایت د استيناف څارنوالۍ مشر قاري رحیم الله وویل چې، د ولسمشر غني د څلورمې ګڼې فرمان له مخې هغه ۵۴ بندیان د دغه ولایت له زندان څخه ازاد شول چې اته کاله یې په زندان کې تېر کړي وو.

 

قاري رحیم الله وویل: «یاد شمیر کسانو د بند یوه موده تېره کړې وه ، چي دا ځل د ثور د اتمې یا د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت د ولسمشر د څلورمې ګڼې فرمان له مخي ازاد شوي او د یو شمېر نورو زندانیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی»

 

اوس مهال د هلمند په مرکزي زندان کې د ۳۷۰ سیاسي زندانیانو په ګډون د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي ۱۰۱۹ تنه د زندان د تورو تنبو شاته د ژوند شپې او ورځي تیروي ، چي له دې ډلي شاوخوا ۲۰ تنه یې ښځې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.