هلمند ولایت کې د پیازو د تولید کچه سږ کال لوړه شوې ده چې ورسره جوخت بزګر هم ورته خوښ دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو د تولید کچه ۱۷ سلنې ته لوړه شوې ده.
د مسوولینو په وینا، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۵۰ هکټاره ځمکه کچالو او ۱۱۰ هکټاره ځمکه باندې نوش پیاز کرل شوي دي.
مسوولین وايي، هره اوونۍ د هلمند ګاونډیو ولایتونو ته نږدې ۳۰ ټنه پیاز لېږدوي.
د هېواد په سویل کې پروت هلمند هغه ولایت دی چې ډېر کله ترې د ناامنیو راپورونه ورکول کېدل، خو په دې وروستیو کې يې امنیتي وضعیت تر یوه بریده ښه شوی دی.
Leave a Reply