هلمند کې د ترهګرو طالبانو د یو مشهور قومندان په ګډون شپږ نور ترهګر طالبان وژل شوي.
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یو مشهور قومندان ملا جمع ګل په ګډون شپږ نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو له خوا په یو کرولا ډوله موټر کې جوړ شوی موټر بم هم کشف او شنډ کړل شو. ترهګرو طالبانو غوښتل یاد موټر بم ته د لښکرګاه ښار په اړوند برخو کې چاودنه ورکړي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شو.
Leave a Reply