د پکتیا پخواني والي او د حزب اسلامي مخکښ غړي جمعه خان همدرد د افغانستان په تړاو د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې غندلې دي.
جمعه خان همدرد پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: د امریکا په شمول د نړۍ هېڅ هېواد ددې صلاحیت نه لري چې ددې مقدسې خاورې د ملت پر سر تصامیم ونیسي او یا یې هم د محوه کولو اړوند بېځایه او غیر اخلاقي څرګندونې وکړي.
د هغه په خبره، ټرمپ په رښتیا هم د افغانستان له تاریخ بې خبره دی، هغه ته باید وویل شي چې دلته د نړۍ هر زبر ځواک ماته خوړلې.
Leave a Reply