ولسمشریز نوماند جلیلي د لویې جرګې تالار کې ملي سرود ته سپکاوی کړی

ولسمشریز نوماند جلیلي د لویې جرګې تالار کې ملي سرود ته سپکاوی کړی

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د جمهوري ریاست ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي نن خپلې ټاکنیزې منډې ترړې په رسمي ډول پیل کړي دي.

جلیلي د غونډې له پیل وړاندې د لویې جرګې تالار د تشریفاتو مسوولینو ته خبرداری ورکړی چې ملي سرود باید زما په غونډه کې ونه غږول شي.

هغه ویلي، د مبارزو تر پایه به ملي سرود ونه غږوم او که ټاکنې مې وګټلې، ملي سرور به په لومړۍ ورځ بدل کړم.

جلیلي له ټاکنو کمېسیون د باور لیک تر لاسه کولو پر مهال هم ملي سرود ته نه و درېدلی چې د خلکو له کلک غبرګون سره مخ او هغه ته يې د ملي خاین لقب ورکړی و.

جلیلي په خټه پښتون او د ننګرها ولایت دی

جلیلي وايي: سرورد یوازې په پښتو ژبه دی چې زه يې نه منم.

Leave a Reply

Your email address will not be published.