ولسمشر: آریانا افغان هوایي شرکت باید پر ځان بسیا شي

ولسمشر: آریانا افغان هوایي شرکت باید پر ځان بسیا شي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۱۶ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني نن د اریانا افغان هوايي شرکت له مسوولینو سره کتنه کې ویلي: آریانا افغان هوایي شرکت یو ملي شرکت دی او باید خودکفایۍ ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، آریانا افغان هوایي شرکت هغه وخت د افغانستان ښه استازیتوب کولای شي چې دغه شرکت د حاجیانو د لېږد په اړه د پنځه کلن پلان په ګډون اقتصادي او عایداتي طرحې جوړې کړي او یو کمیسیون دې هم مؤظف شي چې ستونزې او خنډونه وارزوي او د دې شرکت د خودکفایۍ لپاره خپل وړاندیزونه مطرح کړي.

د هېواد جمهوررئیس لارښوونه کړې چې د حاجیانو د لېږد پروسې د عملیاتي بورډ مسؤولینو د فعالیتونو ارزولو لپاره یوه کمېټه جوړه شي او هغه کسان چې په دندو کې یې غفلت کړی عدلي او قضایي بنسټونو ته دې معرفي شي.

جمهوررئیس غني همداراز ټینګار وکړ چې آریانا افغان هوایي شرکت باید خودکفایي ته ورسېږي او اروپایي هېوادونو ته دې الوتنې پیل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.