ولسمشر: د خپلواکۍ سلمه کالیزه دې په شانداره توګه ونمانځل شي

ولسمشر: د خپلواکۍ سلمه کالیزه دې په شانداره توګه ونمانځل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې عالي بورډ غړو سره کتلي دي او د دغه بورډ د کړنو راپور یې اورېدلی دی.

د چارو ادارې مشر ویلي، د هیواد په مرکز او ولایتونو کې شپاړس ګونو کمېټو په ۱۵۰ برنامو کار کړی چې د خلکو او دولتي ارګانونو ونډه په کې پراخه او هراړخیزه ده، ترڅو د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مراسمو جشن په شاندار ډول ترسره شي.

ولسمشر غني د ملي ورځې په توګه یې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په شانداره نمانځلو ټینګار کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د هیواد د خپلواکۍ د شانداره جشن په اړه باید ټولې دولتي ادارې په ګډه هر اړخیزه همکاري وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.