ولسمشر: د فساد پروړاندې مبارزه ګډې ژمنې او د قانون حاکمیت ته اړتیا لري

ولسمشر: د فساد پروړاندې مبارزه ګډې ژمنې او د قانون حاکمیت ته اړتیا لري

محور:یکشبې، دلیندۍ میاشتې ۲۴مه

ولسمشر غني وايي له اداري فساد سره په مبارزه کې یې ځينې ګټور کارونه کړي، خو ټينګار کوي چې له فساد سره مبارزه ګډې ژمنې او د قانون له حاکمیت سره تړلې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او د مرستندویه ټولنې استازو پکې ګډون کړی و.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي په افغانستان کې اداري فساد په دومره دی چې که په دغه هیواد کې د سولې توافق هم وشي، نړیواله ټولنه به له افغانستان سره لازمو مالي مرستو ته زړه ښه نه کړي.

هغه وايي: (زمونږ دولت، نور دولتونه او نړیوالې مرستندویه ټولنې نه غواړي چې لازمې مالي مرستې وکړي. که د سولې تړون لاسلیک هم شي، خو زمونږ دولتونو او ټولنو په افغانستان نور خپل باور بایللی دی او ډاډه نه دي چې مالي مرستې یې په سمه توګه لګول کیږي، بلکې دا مرستې به د څو کسانو جیبونو ته ولویږي. )

په افغانستان کې د بریتانیا سفیره الیسون بلک هم وايي چې په دغه هیواد کې د نړیوالو میلیاردونه ډالر ضایع شوي دي. هغه وايي : (  نړیوال شفافیت اټکل کوي چې په افغانستان کې د مرستندویانو ملیاردونه ډالر ضایع شوي دي. نو ویلای شو چې اداري فساد  جګړو او شخړو ته یې زمینه برابره کړې ده او د دولت مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی. جرمي اقتصاد، د ترهګریزو شبکو جوړیدل او د نشه يي توکو کارو بار هم له اداري فساد څخه سرچینه اخلي. )

په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني وايي په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه د دولت په لومړیتوبونو کې وه او د فساد پر وړاندې مبارزې په اړه د خلکو بشپړ ملاتړ او اجماع شته او اړتیا ده چې دغه مبارزه د هیواد د ثبات او ځان بسیاینې او همداراز د دولت او خلکو د کاري اجنډا په سر کې پاتې شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.