ولسمشر محمداشرف غني کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن سهار د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو سره وکتل.
د ولایتي شورا غړو د حکومت له پراختیایي او زېربنایي پروګرامونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ یې په سرحدي ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو، داخلي بې ځایه شویو کډوالو، د ځنګلونو د بیارغاولو، په قانوني ډول د کانونو د کېندنې، د اوبونې کانالونو د جوړېدو او له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته د کنړ ولایت د ارتقاع په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړي دي.
ولسمشر ویلي: امنیتي مسوولینو ته یې د کنړ ولایت د بېلابېلو برخو د امنیت د تامین په برخه کې لارښوونې کړي ترڅو د شینوارو، غني خیل او مومندرې ولسوالیو په شان اقدامات وشي.
هغه زیاته کړې، د کانونو قانون تعدیل شوی او کانونه به په اساسي او قانوني ډول کېندل کېږي او پراختیا به مومي. هغه وویل، په کنړ ولایت کې به د ځنګلونو د بیارغاولو په برخه کې هم اقدامات وشي.
دغه راز جمهوررئیس غني د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومي رئیس ته لارښوونه وکړه چې له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د کنړ ولایت پر ارتقا غور وکړي.
Leave a Reply