ولسمشر کابل کې د بېلا بېلو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

ولسمشر کابل کې د بېلا بېلو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

په دغه کتنه کې چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب هم حضور درلود، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو په ګډون د افغانستان د روانو حالاتو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې او امنیت په اړه خبرې  کړې دي.

 

ولسمشر له حزب اسلامي سره د بین الافغاني سولې مذاکراتو بریالیتوب ته په اشارې وویل، سوله به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مکمن وي او زمونږ خلک د با عزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

 

هغه څرګنده کړې، د تروریزم تهدیدونه د سیمې لپاره ګډ خطر دی. ولسمشر وايي، له تروریزم سره په مبارزه کې د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د بین المللي شریکانو رول مهم دی.

 

په دغه کتنه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د دوه اړخیزو مناسباتو په تحکیم کې په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو د استوګنو سفیرانو رول ارزښتناک وباله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.