ټرمپ مهرباني وکړه؛ خو پاکستان بیا هم ټګي

ټرمپ مهرباني وکړه؛ خو پاکستان بیا هم ټګي

د شمالي کارولینا دولتی راډیو لیکي چې ټرمپ پاکستان ته ټول هغه څه ورکړل چې غوښتل يې، خو پاکستان د افغان سولې پروسې تضمین ونکړ.

دا مطلب بیانوي چې د افغانستان په راتلونکې کې د پاکستان ګټې هلته د هند له حضور سره تړلې دي ځکه پاکستان فکر کوي هند دوی ته مستقیم ګواښ دی. خو پدې پېچلي او ژر بدلیدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان بیا د نفوذ لپاره هم تنده لري.

مطلب زیاتوي،کله افغانستان پاکستان ته ګوري، یواځط هند نه ویني، دی چین، امارات، ایران،سعودي او نور ښکېل هېوادونه ویني چې د افغانستان په ټرانزیټي مسیرونو، کانونو راوېستلو، د بندرونو په پراختیا او نورو يې سترګې ښخې کړې دي.

مطلب لیکي چې ورته کړنې ولسمشر بوش او اوباما هم له پاکستان سره وکړې، او تمه نه کېږي چې ټرمپ دې هم بدلې پایلې ترلاسه کړي. ټرمپ به هم لکه بوش او اوباما له پاکستان سره د دوستۍ اړوند ماته خوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.