پامپیو له یو شمېر افغان سیاسیون سره کتلي دي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د خپل سفر پر مهال، له یو شمېر افغان سیاستوالو سره کتلي دي. پامپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له افغان سیاسیونو سره کتلي دي. پامپیو ویلي، دوی د افغانستان د سولې بهیر بري ته ژمن دي او افغان سوله به سیمه کې بدلون راولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره ورځ کابل ته تللی و چې له ولسمشر غني سره یې د سولې په تړاو خبرې کړې دي. پامپیو له افغان سولې بهیر او ټاکنو ملاتړ اعلان کړی دی.
Leave a Reply