پاکستانیو ځواکونو ۳۸ خپلواکۍ نمانځونکي افغانان نیولي محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۸ مه: پېښور کې پاکستانیو پولیسو ۳۸ هغه افغان ځوانان نیولي دي چې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کالیزه یې په دغه لوی ښار کې نمانځله. نیول شویو کسانو سره د افغانستان درې رنګي ملي بیرغونه و او د پېښور ښار په واټونو یې د افغانستان زنده باد په شعارونو ګرځول. په پېښور کې د پولیسو د ادارې ویاند عنایت علي رسنیو ته ویلي چې د جلسو او لاریونونو لپاره باید له ښاري “انتظامیې” اجازه واخیستل شي، خو افغانانو دا اجازه نهوه اخیستې. له دې څو ورځې مخکې هم پولیسو د پېښور بورډ بازار کې یو سبزي پلورونکي افغان هغه مهال ونیوه چې د خپلې کراچۍ له پاسه یې د برښنا پر ستن د افغانستان بیرغ لګولی و. پر دې اړه په پېښور کې له افغان کونسلګرۍ سره په اړیکه نیولو بریالي نهشوو.
Leave a Reply